د لوګر ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت د ازرې ولسوالۍ په جانيخېلو سیمه کې د شاوخوا ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه پل د جوړولو چارې پیل شوې دي. د ځایي چارواکو په خبره، دغه پل به ۶۳ متره اوږدوالی او ۵ متره پلنوالی ولري او ټاکل شوې ده چې د جوړېدو چارې به یې د یوه کال په موده کې بشپړې شي.


































