د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت اړوند د هوا پېژندنې ریاست اټکل کړی، نن د پنجشنبې په ورځ به نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پنجشېر، پروان، بغلان، سمنګان، بدخشان، کندوز، تخار، بلخ، سرپل، فاریاب، غور، بادغیس، دایکنډي، بامیان، غزني، میدان وردک، لوګر او پکتیا ولایتونه د شدیدو بارانونو، برېښنا او ناڅاپي سېلابونو شاهدان وي. د یاد ریاست د مالوماتو له مخې، د ورښت کچه له ۱۰ تر ۳۰ ملي مترو پورې اټکل شوې ده. بلخوا، په وروستیو اونیو کې د بارانونو او سېلابونو له امله سلګونو کسانو ته مرګژوبله اوښتې. همداراز، په بدخشان کې د واورې ښوېدو له امله د مړه شویو څلورو کسانو مړي د چهارشنبې په ورځ راایستل شوي دي.


































