د 2020 م کال د اګسټ میاشتې 19 نېټه
ام ټي ان ګروپ د 2020 م کال د اګسټ میاشتې په 19 مه نېټه اعلان وکړ چې د ګروپ پخوانی مالي رییس ښاغلی رالف موپیتا Ralph Mupita د ام ټي ان ګروپ د نوي اجرایوي رییس په توګه ګومارل شوی دی، چې د 2020 م کال د سپټمبر میاشتې له لومړۍ نېټې وروسته به خپله دنده پیل کړي. ښاغلی Ralph د 2017 م کال د اپریل میاشتې را پدېخوا د ام ټي ان ګروپ د مالي رییس په توګه دنده تر سره کړې او د ګروپ د ستراتېژۍ په پراختیا او پلي کولو، د بودیجې په ځانګړي کولو، همدارنګه یې د یو لړ ستونزمنو نظارتي مالي موضوعاتو په هوارولو کې بنسټیز رول لوبولی دی.
د ام ټي ان ګروپ د عامل پلاوي رییس ښاغلي ام سي بیسي Mcebisi Jonas په دې اړه وویل : “خوښ یو چې د یوې پراخې او دقیقې پلټنۍ وروسته مو د Ralph په څېر یو وړ او تجربه لرونکی کس د ام ټي ان ګروپ د اجرایوي رییس په توګه وټاکه. د ګروپ د مالي رییس په توګه د Ralph تجربه، د سوداګرۍ او بازار په اړه پراخه پوهه، د مالي خدمتونو، M&A او د مخ پر ودې مارکېټونو په برخه کې د یوې بریالۍ مخینې درلودل هغه ته په غوره موقعیت کې ځای ور کړی تر څو د سوداګرۍ د ودې او پایښت په موخه د رهبرۍ چارې پرمخ بوځي. “
ښاغلی Ralph د کپ ټاون پوهنتون څخه په انجینیرۍ کې لېسانس او د ادارې او سوداګرۍ په برخه کې د ماسټرۍ سند تر لاسه کړی دی. د ام ټي ان ګروپ سره له یو ځای کېدو وړاندې Ralph د پنځو کلونو لپاره د Old Mutual Emerging Markets کمپنۍ عمومي رییس و، چې په افریقا، لاتینې امریکا او د اسیا په ۱۹ هېوادونو کې، شرکتونو او اشخاصو ته مالي خدمتونه چمتو کوي، دا شرکت اوسمهال ۱ ټریلیون افریقایي پیسې چې د پیرودونکو شتمني ده مدیریت کوي.
ښاغلي Ralph د خپلې ګومارنې په اړه وویل: “د ام ټي ان ګروپ تاریخچې، پراختیا، ټولنیز او اقتصادي اغیز ته په پام له دوی سره کار کول لوی ویاړ او افتخار دی او زه د ام ټي ان ګروپ د بورډ او اجرایوي کمېټې سره د سوداګریزو چارو د پراختیا، ذي نفعانو ((stakeholders او ونډه والو (shareholders) لپاره د آسانتیاوو رامنځته کولو او خنډونو له منځه وړلو په برخه کې هر ډول مرستې ته چمتو یم.”
ام ټي ان ګروپ په خپل مارکېټ کې د چټکو ډیجیټل بدلونونو او فرصتونو څخه د ګټې اخیستلو لپاره
چمتو دی او موږ د خپلو ونډه والو او کاري ذي نفعانو په مرسته د افریقا په لویه وچه کې د ډیجیټل او مالي خدمتونو په برخه کې د مخکښ رول د ادا کولو لپاره په غوره موقعیت کې ځای لرو.
د ګروپ اوسنی اجرایوي رییس Rob Shuter د 2020 م کال د اګسټ په 31 نېټه له خپلو اجرایوي مسوولیتونو څخه لاس پر سر کیږي او د قرار داد تر پای ته رسېدو پورې به د راتلونکي کال تر لومړیو د اړتیا په صورت کې د نوي اجرایوي رییس Ralph سره مرسته کوي.
موږ به د ګروپ د مالي رییس د ګمارنې په اړه د 2020 م کال د سپټمبر میاشتې په لومړۍ نېټه او یا له هغې وړاندې معلومات ورکړو.
پای
د ام ټي ان ګروپ په اړه:
ام ټي ان ګروپ په ۱۹۹۴م کال کې په کار پیل وکړ، د مخکښې مخابراتي شبکې په توګه یې د افریقا او منځني ختیځ په 21 هېوادونو کې خپل پیرودونکي د روښانه دید په لرلو سره له دیجیټل نړۍ سره نښلولي دي. موږ باور لرو چې هر څوک د ډیجیټل نړۍ له اسانتیاوو څخه د ګټې اخیستلو حق لري. ام ټي ان ګروپ د سویلي افریقا د ونډو په بازار کې د “MTN” په ګډ کوډ سره ثبت دی. موږ د خپلې BRIGHT ستراتیژۍ له مخې ډېر تمرکز د انټرنټ او ډیجیټل سوداګرۍ پر وده کوو.
د لا زیاتو معلوماتو لپاره زموږ سره په اړیکه کې شئ:
د ام ټي ان ګروپ مطبوعاتي دفتر MTNGroup.PressOffice@mtn.com
Nompilo Morafo | Nompilo.morafo@mtn.com
موږ وڅارئ: