د افغانستان د پلټنې عالي اداره وایي چې تر دې دمه یې د فساد اړوند ۳۰ دوسیې لویې څارنوالۍ ته استولې دي. ددغه ادارې رییس محمد نعیم حمقل وايي دوی د فساد اړوند پلټنې کوي چې د خپل کار په جریان کې یې د روان کال له پیله د وزیرانو، والیانو او نورو لوړپوړو چارواکو په ګډون دېرش کسه لویې څارنوالۍ ته ورمعرفي کړي دي. حقمل ددغه کسانو نومونه نه دي په ډاګه کړي. ددې تر څنګ دغه اداره وایي چې د کدرونو له کمښت سره مخ دي او د پلټنې په برخه کې یاده اداره مسلکي کدرونه نه لري او نه هم د افغانستان په پوهنتونونو کې په دې اړه د تدریس امکانات شته دي. ولسمشر هم ویلي چې ددغه ادارې د ظرفیت لوړولو لپاره به هڅه کوي. د پلټنې عالي ادارې څو ورځې وړاندې هم څلور پخواني او اوسني والیان د فساد په تور لویې څارنوالۍ ته ور معرفي کړي وو.