ټاکل شوې چې سبا دوشنبه به کابل کې د پاکستان او افغانستان تر منځ ګډه ناسته وشي، چې پکې به د سیاسي موضوعاتو تر څنګ پر سوداګرۍ او ترانزیټ هم خبرې وشي. افغان سوداګر وايي دوی د پاکستان لخوا ستونزې په ګوته کړې او د حل په موخه به یې په غونډه کې مطرح کړي خو باور نه لري چې پاکستان به صادقانه عمل وکړي. سوداګر وايي په اوس کې زرګونه بار موټر په باړه، تخته بیګ، کراچۍ او تورخم دروازه کې ولاړ دي او سلګونه میلیونه ډالر زیان افغان سوداګرو ته رسیږي. سوداګر تر یو بریده افغان دولت پړ بولي چې له پاکستان سره یې د سوداګرۍ ستونزو د حل په موخه د خبرو دروازې تړلي دي. خصوصي سکټور ادعا کوي، چې پنځه کاله مخکې د اپټا تړون قانوني وخت پوره شوی خو د سوداګرۍ وزارت په ګډون ټولو اړوندو ادارو په دې برخه کې هېڅ هڅه نه ده کړې چې یاد تړون نوی کړي او یا دې ورته بل نوی تړون رامنځته کړي.