د ایران او افغانستان پر پولو او بندرونو کې سوداګریز فعالیتونه ډېر شوي دي. د ایران د ګمرکاتو چارواکي وایي په دې وروستیو کې د ازبکستان، ایران او افغانستان د ګډ کورېډور په فعالیدو سره د افغانستان او ایران په بندري سیمو کې سوداګریز فعالیتونه ډېر شوي دي او ایرانی لوری هڅه کوي چې دغه فعالیتونه نور هم پراخ کړي. ایراني چارواکو ویلي دوی خپل بندرونه لا فعالوي او هڅه کوي د سیمې نور هېوادونه هم په دغه کوریډور کې راګډ کړي. ایراني چارواکي وايي چې د ایران او هند ترمنځ سوداګري، بیا له ایران د افغانستان او مرکزي هېوادونو ترمنځ سوداګري او ترانزیت پراخوي. په دې وروستیو کې ایران د افغانستان له لارې د مرکزي اسیا له هېوادونو سره سوداګري ډېره کړې ده او یاد هېواد وایي چې ددغه دهلیز پراختیا د افغانستان او سیمې لپاره ګټور اقدام دی.