کرنې وزارت په بامیان ولایت کې د شاتو له بېسارې ډېروالي خبر ورکړی دی. د یاد وزارت د وړاندوینې له مخې، سږکال به په دغه ولایت کې ۵۲ ټنه شات تولید شي. د کرنې وزارت له لورې خپرې شوې خبرپاڼه کې د بامیان د کرنې رییس وهاب محمدي له قوله ویل شوي، بامیان کې له تېرو شپږو کلونو راهیسي د شاتو مچیو روزنه پیل شوې ده. د هغه په خبره، په ورته وخت کې په یاد ولایت کې د شاتو د تولید او پروسس اته کوپراتیفي ټولنې هم جوړې شوې دي او همدا لامل دی چې په دغه ولایت کې د شاتو تولید ورځ تر بلې د پراختیا په حال کې دی. هغه زیاته کړې چې په بامیان کې څلور ډوله شات تولېدېږي خو د کوهي په نامه هغه یې ډېر شهرت او ښه بازار لري.