د کرنې وزارت وایي ددوی د وړاندوینې له مخې به سږ کال په افغانستان کې ۲۴ ټنه زعفران تولید شي. د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي وایي، د تېر کال په پرتله سږ کال پر لس سلنه ډېره ځمکه زعفران کرل شوي چې له همدې امله به یې حاصلات هم ډېر وي. دده په خبره سږ کال پر نږدې ۸ زره هکتاره ځمکه زعفران کرل شوي چې ۲۴ ټنه حاصلات به ترې ترلاسه شي. د افغانستان زعفران په نړیواله کچه ځانګړی اعتبار لري چې د یوه کیلوګرام بیه یې تر زرو ډالرو اوړي. بلخوا د زعفرانو کروندګر وايي چې حکومت دې په نړیواله کچه د افغانستان زعفرانو ته بازارموندنه وکړي. دوی دغه راز د زعفرانو د پلور لپاره د سعودي عربستان او چین بازارونو ته خوښيي ښيي.