د اسیا پراختیايي بانک د افغانستان روغتیا برخې سره له ۲۳ میلیون ډالرو ډېره مرسته کوي. د یاد بانک د خبرپاڼې له مخې دغه مرسته افغانستان کې له کرونا وبا سره د مبارزې لپاره کیږي. ټاکل شوې دغو مرستو کې د روغتیايي توکو اخیستو ترڅنګ له لسو ډېر روغتونونه بیا ورغول شي. کابل کې د یاد بانک رییس، نرندر سنګرو وايي، افغانستان کې د روغتیا په برخه کې د درېیو سندونو لاسلیک سره د یوه تاریخي ګام شاهد دی، چې دغه کار د روغتیايي برخې ښه والي او له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره دی. د اسیا پراختیايي بانک مسوولین له افغانستان سره پر لا ډېرو مرستو ټینګار کوي.