ایراني چارواکي وایي چې په اته زره ټنو غنمو بار دغه بېړۍ چابهار بندر ته رسېدلې ده. د سرچینې په خبره ډېر ژر به دغه غنمو د موټرونو په وسیله له ایران افغانستان ته ولېږدول شي. هند له افغانستان سره د ۷۵ زره ټنو غنمو د مرستې ژمنه کړې ده چې اوسنۍ را رسېدلې بسته یې هم برخه ده. ایراني چارواکي وایي چې تر دې دمه ټول ټال ۵۳ زره ټنه غنم له هند چابهار بندر ته راغلي دي چې په خپل وخت افغانستان ته لېږدول شوي. ایراني چارواکو په دغه بندر کې د همکاریو او اسانتیاوو پر ډېرولو هم ټینګار کړی دی.