د افغان سوداګرو زرګونه کانټینره سوداګریز توکي لا هم د پاکستان په بندرونو کې بند پاتې دي. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې دمګړی د پاکستان په سمندري بندرونو کې د افغان سوداګرو تر پنځلس زره کانټینره پورې سوداګریز توکي بند پاتې دي. رسنۍ وايي چې حقیقي شمېرې ښایي تر دې هم لوړې وي، خو حکومتي چارواکو دغه شمېرې ورسره شریکې کړې دي. سرچینه کاږي چې د پاکستاني چارواکو له لوري له سوداګرۍ سره سیاسي چلند او دغه راز په ګمرکونو کې کمزوری مدیریت ددغه توکو د بندېدو سبب دی. دوی وايي چې له چمن او پېښور سره نږدې هم د افغان سوداګرو تر ۳۵۰۰ کانټینره ډېر سوداګریز توکي بند پاتې دي. بلخوا سوداګرو له رسنیو سره په خبرو کې ددغه ستونزو د ژر حلېدو غوښتنه کړې ده. پاکستان تل په خپلو بندرونو او لارو کې افغان سوداګرو ته ستونزې جوړوي چې ډېر کله له دې درکه افغان سوداګرو ته میلیونونه ډالر مالي زیان هم اوړي.