د ملکي هوایي چلند اداره وایي دا چې په هند کې د کرونا ویروس د پراختیا اوج دی نو ددواړو هېوادونو چارواکو پرېکړه کړې چې په لویه پیمانه د پروازونو پیل مناسب وخت ته وځنډوي او اوس به د اړتیا پر بنسټ محدود شمېر پروازونه ترسره کېږي. د سرچینې په خبره دواړو هېوادونو هوکړه کړې چې د دواړو لورو یو هوایي شرکت به په اونۍ کې یوازې یو پرواز ترسره کوي چې مسافر به یې ټولې روغتیايي سپارښتنې عملي کوي او د باور وړ وېزې به ولري. د افغانستان له لوري آریانا افغان هوايي شرکت د ملي شرکت په توګه په دغه پروازونو کې برخه اخلي.