د هېواد د سوداګرۍ او پانګونې اداره وایي چې په افغانستان کې د خراب امنیتي وضعیت، فساد او سختې پالیسي له امله پانګه د وتو په حال کې ده. د یادې ادارې رییس سید زمان هاشمي وایي چې د سیمې ځینې هېوادونو د افغان پانګوالو د جذب لپاره ځانګړې کڅوړې او اسانتیاوې اعلان کړې دي او همدا لامل دی چې ډېری پانګوال تر افغانستان هماغه هېوادونه ګټور ګڼي. د هغه په خبره، هېواد کې فساد دی، امنیت، برېښنا، زیربنا او اړین امکانات نه شته دي ورسره فساد هم خپل اوج ته رسېدلی دی. هاشمي زیاته کړې، پر دې سربېره د پانګونې برخه کې نوي قوانین جوړېږي چې پانګونه نوره هم سخته شي نو ځکه پانګوال په بهر کې پانګونه کوي. نوموړي ترکیه او ازبکستان هغه هېوادونه بللي دي چې په دې وروستیو کې یې د افغان پانګوالو پام جلب کړی دی.