د صنعتکارانو ټولنې مسوولین وایي، په افغانستان کې نږدې ۶۰ سلنه صنعتي فابریکې له سقوط سره مخ دي. د دغه ټولنې مشر شېرباز کمینزاده وايي چې د دغه فابریکو کارونه له ګمرکونو د قاچاق، نا امنیو او برېښنا د پرچاویو له امله د سقوط له ګواښ سره مخ دي. نوموړی وايي، دغه فابریکې په کابل، هرات، پکتیا، او خوست کې دي چې پخوا به يې ۲۴ ساعتونو کې ۴ ساعته د برېښنا وقفه لرله خو اوس ۱۲ ساعته برېښنا نه وي چې اکثره فابریکې له سقوط سره مخ دي. کمینزاده زیاته کړه چې فابریکې په هېواد کې ملي شتمنۍ دي او د یو هېواد له اقتصاد سره خورا زیاته مرسته کولی شي، نو حکومت باید دغه شتمنۍ خوندي کړي. دا مهال په افغانستان کې پنځه زره فابریکې دي چې زرګونه کسانو ته پکې د کار زمینه برابره شوې ده.