د نومبر د ۳۰مې نېټې د شپې په ۱۰ بجو او ۲۵ دقيقو د چين نوي ډول بار وړونکی راکټ CZ-12 د دغه هېواد د های نان ولايت په ملکي فضايي توغونکي ډګر کې توغول شوی دی. دا راکټ په برياليتوب سره دوه مصنوعي سپوږمکۍ ټاکلي مدار ته لېږدولي دي.
CZ-12 بار وړونکی راکټ ۶۲ متره اوږدوالی لري او د بار وړلو ظرفيت يې د چين له نورو راکټونو نه زيات بلل کېږي.