د دودیز طب سږنی نړیوال کنفرانس د دسمبر په ۳مه نېټه په بېجینګ کې پرانیستل شو. د چین د دولت رئیس شي جين پينګ په همدې ورځ دغه کنفرانس ته د مبارکۍ پيغام ولیږه.
نوموړي وویل، دودیز طب د انسانانو د تمدن لاسته راوړنه ده، باید نسل په نسل وساتل شي او د زمانې له پرمختګ سره سم دې نوښتونه رامنځته شي. چین د دودیزو طبي چارو د پرمختګ تر څنګ د عصري طبي چارو ودې ته هم پاملرنه کړې او د چیني او لوېديځ طبي چارو پیوستون یې هم هڅولی.
رئیس شي زیاته کړه، چین غواړي له مختلفو خواوو سره په نړیوال روغتیايي سیسټم کې د دودیزو طبي چارو پیوستون وهڅوي، تر څو دودیزې طبي چارې د بېلا بېلو هېوادونو خلکو ته لا زیاتې ګټې ورسوي.