پاکستاني سوداګر وایي، چارواکي په تورخم بندر کې ترې غیر قانوني پیسې اخلي او دې چارې دوی سخت تاواني کړي دي. دوی وایي، تر کرونا وبا مخکې دا ستونزه نه وه خو اوس د صادراتو او وارداتو برخه کې ستونزې لا ډېرې شوې چې ورسره دوه اړخیزه سوداګري پام وړ کمه شوې ده. سوداګر وایي، د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ژمنه کړې وه چې له افغانستان سره به په ټولو بندرونو کې ستونزې هوارېږي او اسانتیاوې به برابروي خو د دوی په خبره، تر اوسه ورته نه یوازې دا چې اسانتیا نه ده برابر شوې، بلکې لا یې ستونزې ډېرې شوې دي. سوداګرو د تېرې یکشنبې په ورځ هم ویلي وو چې تورخم دروازه د ټولو وړو او لویو موټرو پر مخ تړل شوې او پولیس ترې غیر قانوني پیسې غواړي. پاکستاني چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.