د اسیا پراختیايي بانک وایي چې د افغانستان اقتصادي وضعیت مخ پر ځوړ دی. ددغه بانک په کلني راپور کې ویل شوي چې د کرونا د خپرېدو او نورو امنیتي ستونزو له امله په افغانستان کې اقتصادي وده مخ پر ځوړ ده او ښایي د تېر کال په پرتله یې اقتصادي وده منفي پنځه وي. تر دې وړاندې د اسیا پراختیايي بانک د افغانستان لپاره درې سلنه اقتصادي وده اټکل کړې وه. دغه بانک وايي په افغانستان کې ناوړه امنیتي وضعیت او فساد هم ددې لامل شوی چې اقتصادي وده مخ پر ځوړ شي. یاده اداره دا هم وایي چې ښايي راتلونکی کال دغه ناخوالې ختمه شي او افغانستان به ۱،۵ سلنه اقتصادي وده ولري. په راپور کې راځي که د سولې خبرې پایلې ته رسېږي او په افغانستان کې امنیت تامین شي نو په هغه صورت کې به راتلونکی کال دغه هېواد اقتصادي وده ولري.