ایران وایي هره ورځ د اسلام کلا بندر له لارې افغانستان ته په زرګونه ټنه سوداګریز توکي صادروي. د ایران حکومت ویلي وروسته له دې چې په بندري سیمو کې ستونزې کمې او امکانات ډېر شول د ایران او افغانستان ترمنځ سوداګري هم مخ پر وده ده. ایران وايي چې اوس هره ورځ د اسلام کلا بندر له لارې افغانستان ته تر ۲۵۰۰ ټنه پورې سوداګریز توکي صادروي. په دغه توکو کې تر ډېره ساختماني، سونتوکي، اغوستنتوکي او نور اړتیا وړ توکي شامل دي. ایراني چارواکو ویلي چې دوی به له افغانستان سره د سوداګرۍ په برخه کې لا ډېر فعالیت کوي او هڅه یې دا ده چې ددواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري او راکړه ورکړه لا ډاډمنه او اغېزناکه شي.