ولسمشر غني د تازه حکم له مخې د پامیر پتنګ په مشرۍ د افغانستان ملي مالي صندوق چې،د روان کال ثور میاشت کې د ولسمشر په فرمان د مرستو ټولولو په هدف جوړ شوی وو، بېرته لغوه او د صندوق د فعالیت بندیدو حکم شوی دی، ملي امنیت شورا کې سرچینې وایي چې دغه صندوق ته د چارو ادارې تر څارنې لاندې د ولسمشر په فرمان ۴۲ میلیونه افغانۍ بودجه ورکړل شوې وه چې،فساد پکې شوی وو او هیڅ کوم موثریت یې نه درلود،نو له همدې امله ولسمشر بېرته د خپل فرمان د لغوه کیدو حکم ورکړ.

