د روان کال په لومړیو لسو میاشتو کې، د تېر کال د همدې مودې په پرتله د وچو میوو په صادراتو کې کمښت راغلی دی. د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، د روان هجري لمریز کال په لومړیو لسو میاشتو کې، د څه باندې ۳۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت وچې میوې نورو هېوادونو ته صادرې شوې دي. خو پروسږکال بیا دغه شمېر شاوخوا ۳۸۸ میلیونه ډالره و. د وچې میوو صادروونکي ټولنې د دغو میوو په صادراتو کې، د کمښت لامل د صادراتو په بهیر کې شته ستونزې ګڼي.