چین له وروستیو سیلاب ځپلو افغانانو سره د ۸۰۶ میلیون افغانیو په ارزښت د خوراکي توکو او نغدي پیسو مرسته کوي. د دې مرستې هوکړهلیک نن په کابل کې د چین سفارت او پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت ترمنځ لاسلیک شوی دی. پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزیر غلام بهاوالدین جیلاني د یادې هوکړې د لاسلیک په مراسمو کې د خبرو پر مهال ویلي، ټاکل شوې ده چې د روانې میاشتې په وروستیو کې یو زر او ۲۸۶ ټنه غنم او درې زره او ۹۸۲ ټنه چینایي وریژې چې ټولیز ارزښت یې ۵۵۰ میلیون افغانۍ کېږي پر وروستیو سیلاب ځپلو باندې وویشل شي. هغه زیاته کړې، افغانستان ته د چین ددې مرستې لېږد پیل شوی دی او له رسېدو سره سم به په شفافه توګه مستحقو خلکو ته توزیع شي.