په ترکمنستان کې د پاکستان سفیر احسان واګان، سره له دې چې د معتبرې ویزې او بشپړو سفري اسنادو درلودونکی و، امریکا ته له ننوتو منعه شوی او له لاسانجلس ایستل شوی دی. د پاکستاني رسنیو د راپور لمخې، واګان د رخصتیو لپاره لاسانجلس ته سفر کړی و. د راپورونو پر بنسټ، د امریکا د کډوالۍ سیسټم د هغه په دوسیه کې “د ویزې مشکوک سوابق” موندلي چې له امله یې نوموړی امریکا ته له ننوتو منعه او بېرته درېیم هېواد ته را ډيپورټ شوی دی. امریکايي چارواکو تر اوسه د دغې پرېکړې کره لامل نه دی وړاندې کړی.