پاکستاني ځواکونو ویلي د کویټې پر لار د مسافر وړونکي له ریل ګاډي د یرغمل شویو مسافرو د ژغورنې عملیات اوس هم دوام لري. پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې او د شلو ساعتونو په تېرېدو سره اوس هم عملیات روان دي. اخوا د پاکستان د وسپنې پټلۍ ادارې بلوچستان ته د پنجاب او سند غځېدلي ریلي لارې تړلې دي. دغه برید پرون د بلوچستان په بولان سیمه کې شوی دی.