د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت خبر ورکړی، چې د کابل ریشخور لبنیاتو فابریکې د بیا فعالېدو قرارداد له یوې خصوصي کمپنۍ سره لاسلیک شو. د کرنې او مالدراۍ وزارت مرستیال صدراعظم عثماني د دې قرارداد د لاسلیک پر مهال ویلي، دغه فابریکه د مالدارانو د ملاتړ، کاري فرصتونو رامنځته کېدو، د لبنیاتو د تولید پراختیا او د هېواد اقتصادي پیاوړتیا په موخه جوړه شوې. نوموړي ویلي، قراردادي شرکت به د قرارداد مطابق د کابل، لوګر، میدان وردګو او نورو ولایتونو څخه شيدې راټولوي او پروسس کوي، څو افغانستان د لبنیاتو برخه کې ځان بسیاینې ته ورسېږي. د ریشخور لبنیانو فابریکه په یو وخت د ۴۰ لیټره او په ۲۴ ساعتونو کې د ۱۰۰زره لېټرو شیدو د پروسس ظرفیت لري چې ترې ۱۲ ډوله لبني محصولات تولیدیږي.