نن د ولسمشر غني او په افغانستان کې د چین د سفیر په حضور کې د کابل ښار د دارالامان په نیله باغ سیمه کې د استوګنې ۱۴۰۰ اپارتمانونو جوړولو پروژې د لومړي فاز کار پیلولو تړون د ښارجوړولو او ځمکو وزارت او د چین هیواد MCC19 شرکت ترمنځ لاسلیک شوی دی. له ارګه خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، دا تړون نن په چهار چینار ماڼۍ کې د ښارجوړولو او ځمکو وزارت سرپرست او د چین هیواد MCC19 شرکت مدیر له لوري لاسلیک شوی دی. د یادونې ده چې د یاد ښارګوټي جوړولو پروژې هوکړه لیک په ۲۰۱۵ کال کې د افغان دولت او چین جمهوریت ترمنځ لاسلیک شوی و چې له مخې یې چین د استوګنې د ۱۰ زره اپارتمانونو جوړولو ژمنه کړې وه. د خبرپاڼې له مخې، له هغې جملې څخه نن په یاده سیمه کې د ۵۶ څلورپوړېزو بلاکونو جوړولو تړون لاسلیک شوی دی او تمه ده عملي چارې یې هم ژر پیل شي.