تېره میاشت زرګونه ټنه سوداګریز توکي د شمالي او جنوبي بندرونو له لارې هېواد ته وارد شوي دي. د رېل لارې ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي چې تېره میاشت د شمالي او جنوبي بندرونو له لارې هېواد ته ۲۹۰ زره ټنه سوداګریز توکي وارد شوي دي. د سرچینې په خبره په وږي میاشت کې ۴۷۹۵ واګونه سوداګریز توکي د رېل پټلۍ په مرسته له حیرتان-مزارشریف، آقینې او تورغنډۍ بندرونو هېواد ته وارد شوي دي. په دې ټولو واګونونو کې ۲۹۰ زره ټنه سوداګریز توکي چې خواړه، نفتي او ساختماني توکي، ماشین الات او نور ډول ډول سوداګریز توکي پکې شامل دي هېواد ته وارد شوي دي. افغانستان په وروستیو کلونو کې د مرکزي اسیا د هېوادونو په ګډون له چین او ایران سره د رېل پټلۍ په وسیله نښلول شوی دی چې له امله یې د هېواد په صادراتو او وارداتو کې ډېروالی راغلی دی.