د بدخشان والي ذکریا سودا نن د یاد ولایت مرکز فیض اباد کې د شورابک برېښنا بند څخه لیدنه کړې ده. د بدخشان ولایت مقام د یاد بند د جوړونکي شرکت د مسوولینو له قوله ویلي چې د دغه بند رغنیزې چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې او تر راتلونکو دریېو میاشتو پورې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. سرچینه کاږي چې د دې بند په جوړېدو سره به د فیض اباد ښاریانو د برېښنا ستونزه تر ډېره حده حل شي. د یادونې ده چې د شورابک برېښنا بند پر کوکچه سیند باندې جوړېږي، د یاد بند لپاره درې توربینونه په پام کې نیول شوي او د هر توربین ظرفیت ۷.۵ میګاواټه ښودل شوی دی.