د ازبکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، روسیه او ازبکستان په ګډه د افغانستان له لارې له منځنۍ اسیا سره د پاکستان د نښلولو لپاره د افغانـ ټرانس ریل پټلۍ پروژې د پیل لپاره ارزونه او مطالعه پیلوي. د ازبکستان او روسیې د ترانسپورت وزارتونو د روسیې له ریل پټلۍ او د ازبکستان د ملي ریل پټلۍ شرکت سره په ګډه د پروژې د پراختیایي پړاو د پیل رسمي اسناد لاسلیک کړي دي. د روسیې د ترانسپورت وزارت ویلي، چې دواړه هیوادونه په ګډه په ۲۰۲۵ کال کې د بار وړلو ټرافیک وړاندوینې او اقتصادي بقا ارزونه او مطالعه کوي. تر اوسه د یادې پروژې د مسیر لپاره دوه احتمالي لارې وړاندیز شوې دي. د دغې پروژې لپاره لومړی مسیر مزار شریف ـ هرات ـ دلارام ـ کندهار ـ او بیا د بلوچستان چمن ښار او دویم مسیر د ازبکستان ـ ترمز ـ د افغانستان نایب اباد ـ لوګرـ خرلاڅي ارزول کیږي.