د سمنګانو ولایت ځايي امنیتي مسوولینو خبر ورکړی، چې د سمنګان ـ بلخ پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۸ کسان ټپیان شوي. د د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند حشمتالله رحماني رسنیو ته ویلي، چې دغه پېښه د سمنګانو ولایت حضرت سلطان ولسوالۍ اړوند سیمه کې د یوې سراچې او سوفیت ډوله موټرو د ټکر له امله را منځته شوې، چې د یوې ښځې او یو ماشوم په ګډون ۸ کسان په کې ټپیان شوي دي. رحماني ویلي، چې ټپیان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.