د چاپېریال ساتنې ملي ادارې په یوه خبر پاڼه کې ویلي، چې د دغې ادارې عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص د قطر له شارژدافیر او سرپرست سفیر ډاکټر میردف علي القشوطي سره کتلي دي. په خبر پاڼه کې ویل شوي، چې په دې کتنه کې د افغانستان د چاپېریالي وضعیت او اقلیمي بدلون په اړه خبرې شوې دي. مولوي مطیع الحق خالص د قطر له شارزدافیر او سرپرست سفیر څخه غوښتنه کړې، چې د چاپېریالي مسایلو او اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان لاسنیوی وکړي.نوموړي ویلي؛ د قطر هېواد په نړیواله کچه له ځانګړي اهمیت څخه برخمن دی او زموږ هیله دا ده، چې په نړیوالو غونډو کې په ځانګړي ډول په (COP-30) کنفرانس کې چې د برازیل په هېواد کې جوړیږي، د افغان پلاوي د ګډون زمینه برابره کړي؛ ترڅو موږ وکولی شو د اقلیمي بدلون او چاپېریال ساتنې په برخه کې د افغانانو ستونزې تر نړیوالو ورسوو. د قطر شارژدافیر او سرپرست سفیر ویلي، هېواد یې تل دا هڅه کړې چې له افغانستان سره په هره برخه کې مرسته وکړي او افغانستان له نړۍ سره ونښلوي.