د ملګرو ملتونو د کډوالو څانګې په تازه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې په تېرو لسو کلونو کې په ټوله نړۍ کې د کډوالۍ پر لارو تر ۷۲ زرو ډېر کسان مړه او یا تري تم شوي دي. په راپور کې راغلي، چې له دې ډلې پنځه زره مړه شوي کسان بیا افغانان دي. په دغه راپور کې تېر کال د کډوالو لپاره یو خونړی کال یاد شوی دی. د راپور له مخې، یوازې تېر کال لږ تر لږه ۸ زره او ۹۳۸ کسان مړه شوي دي. د دغه شمېرو نږدې درې پر څلورمه برخه قربانیان هغه کسان دي، چې له جګړو، ناامنۍ او انساني ناورینونو تښتېدلي دي. په راپور کې راغلي، چې په دغه موده کې په ناورینونو کې د راګیرو ۴۰ هېوادونو ۵۲ زره کسان د تېښتې پرمهال مړه شوي دي. په دغه راپور کې لیبیا او میانمار د هغه هېوادونو په توګه یاد شوي، چې د تاوتربخوالي له ناورین سره مخ دي.