د چين دولت رئيس شي جين پينګ د اپريل په ۲۹مه نېټه په ايران کې د سختې چاودنې له امله د دغه هېواد ولسمشر مسعود پزشکیان ته د خواخوږۍ پيغام ولېږه.
شي جين پينګ په خپل پيغام کې لیکلي: د ایران په بندر عباس کې د بوږنونکې چاودنې له امله د رامنځته شوې مرګ ژوبلې په اړه ژوره خواشيني څرګندوم.
ده ویلي چې د چين د حکومت او خلکو په استازيتوب د دغې پېښې د قربانيانو له کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي او ټپيانو ته د ژر روغتیا هیله کوم.