د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي په ځايي وخت د اپريل په ۲۹مه نېټه د بريکس د رسمي غړيو او همکارو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې ګډون وکړ او د څو اړخيزم د پياوړتيا پر موضوع يې بحث وکړ.
وانګ يي وويل، د نړۍ د ستونزو د حل لاره د څو اړخيزم په ساتلو او عملي کولو کې ده.
هغه زیاته کړه چې اوس بریکس باید د ګډې مشورې او د نړیوالو اړیکو بنسټیز اصول دې وساتي، د څو اړخیز سوداګریز سیسټم دې دفاع وکړي او د نړیوالې حکومتدارۍ یو ډیر عادلانه او معقول سیسټم دې جوړ کړي.
وانګ يي پر دې ټينګار وکړ چې د سوداګرۍ جګړې ته د چين ځواب څرګند او ثابت دی.
ده دغه راز امریکا ته په خطاب کې وویل: که تاسو پر جګړې ټينګار وکړئ، موږ به تر پايه جګړه وکړو او که تاسو خبرو ته چمتو یاست، نو باید د برابرۍ او مساواتو پر بنسټ ولاړه لار انتخاب کړو.