د چين چیو شه مجله به د مې په لومړۍ نېټه د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د عمومي منشي، دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېسيون د رئيس شي جين پينګ يوه مهمه مقاله خپره کړي، چې عنوان يې دی، ((د نوې زمانې ځوانان د چین د عصري کولو د مسؤلیتونه لري))
په مقاله کې ټینګار شوی چې د چین د کمونېست ګوند د اتلسم ملي کانګرس راهیسې، د ګوند د ځوانانو کار لویې لاسته راوړنې ترلاسه کړې او ژور بدلونونه یې راوستي دي، د دې ګوند په اړه د ځوانانو ليګ د موجوديت بنسټ او سیاسي روحیه ډېره قوې شوې، د دې ليګ د بېلا بېلو چارو په پار لارښوونې او دندې لا روښانه شوې، د لیګ کادرونو ایډیالوژي، د کار او ژوند سټایل لا مثبت او پرمختللی شوی.
په مقاله کې راغلي، د چین د کمونېست ګوند د ځوانانو لیګ ګڼ غړي او ځوانان دې تنظیم کړي تر څو د نوي پرمختګ چوکاټ د رامنځته کولو او د لوړ کیفیت پرمختګ په هڅولو کې خپل مهم رول ولوبوي.
شي جین پينګ په دغه مقاله کې دا هم ویلي چې د ګوند مرکزي کمېټه پر ځوانانو لیګ او ګڼو ځوانانو پوره باور او دوی ته لوړې هيلې لري!