د چين د اوسپنيزو لارو دولتي شرکت خبر ورکړ، د چين، قرغزستان او ازبکستان تر منځ د اوسپنې پټلۍ په اوږدو کې د قرغزستان په دننه کې د مهمو تونلونو (فرغانه، نارین او د کوشتيب) د جوړولو کارونه پيل شوي دي.
د ياد شرکت یوه چارواکي چې نوم يې نه دی ښودل شوی ویلي چې د چين، قرغزستان او ازبکستان تر منځ د اوسپنې پټلۍ د درېواړو هېوادونو د مشرانو تر لارښوونې لاندې د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ په پلان کې يوه همکاريزه نمونوي پروژه ده. دغه پروژه د چين د شينجيانګ له کاشعر څخه ، بيا د تورنيت له غرني بندر څخه قرغزستان ته رسېږي او د دغه هېواد له سرحدي ښار جلال آباد څخه ازبکستان ته رسېږي. چين په کوردننه کې د دغې لارې د جوړولو مسوولیت پرغاړه لري، ازبکستان د دغه هېواد په دننه کې د اوسپنيزو لارو د ترميمېدو دنده تر سره کوي. د دريواړو هېوادونو یو مشترک شرکت د قرغزستان په داخل کې د پانګونې، ابادۍ او سوداګریزو کارونو مسئولیت پرغاړه لري.