هر کال د مې څلورمه نېټه په چین کې د ځوانانو ځانګړې ورځ ده. د چین د ځوانانو د ۲۰۲۵م کال د ((مې د څلورمې)) جايزې او د نوې زمانې د با استعداده ځوانانو جايزې د انتخاب پايله د اپرېل په دېرشمه نېټه اعلان شوې ده.
د چين د کمونېست ګوند د ځوانانو لیګ مرکزي کمېټې او د هېواد د ځوانانو فدراسیون د پرېکړې له مخې، سږ کال ۳۰ تنو او ۳۰ ډلو ته د مې څلورمې جایزې ورکړل شوې، ۶۷۷ تنو ته د نوې زمانې د با استعداده ځوانانو جايزې ورکړل شوې دي.
هغه ځوانان او د ځوانانو ډلې چې یادې جایزې يې ګټلې، د چیني شکله عصري کېدو په جریان کې د مسوولیت ادا کوونکو نمونې ګڼل کېږي.