د امريکا د تعرفې سياست د دغه هېواد اصلي بڼه په بشپړه توګه روښانه کړې.
د امریکا د نوي حکومت د ماموريت په ۱۰۰مه ورځ، د چین میډیا ګروپ CGTN لخوا خپره شوې یوه نړیواله سروې ښیي، چې د امریکا د تعرفو سیاست پروړاندې د نړۍ د عامه افکارو مخالفت په چټکۍ سره زیات شوی دی .
په دې سروې کې د ۳۸ هېوادونو خلک پوښتل شوي چې له دې جملې څخه د ۳۷ هېوادونو خلکو د چین د متقابلو اقداماتو ملاتړ او د نړیوالې سوداګرۍ د نظم ساتلو لپاره يې پر نړیوالې اجماع ټینګار کړی دی.
د پرمختيايي هېوادونو په منځ کې، د کینیا، مصر، ترکیې، برازیل، ګانا، قزاقستان، پیرو، نایجریا، مالیزیا، عربي متحده اماراتو، جنوبي افریقا، سعودي عربستان او اندونیزیا څه باندې ۷۰ سلنه ځواب ویونکو له چين ملاتړ کړی دی.
دغه سروې د روان کال په فبرورۍ او اپریل کې شوې او پکې د نړۍ د ۳۸ هیوادونو ۱۵۹۴۷ تنه پوښتل شوي دي.
د سروې نتیجه ښيي چې ۷۴.۲٪ ځواب ویونکي په دې باور دي چې د امریکا د تعرفې پالیسي به د د پوښتل شویو کسانو د هېوادونو د ملي اقتصادي پرمختګ پر وړاندې جدي خنډ جوړ کړي.