د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ حکومت د خپلې واکمنۍ په لومړیو سلو ورځو کې له سختو ننګونو سره مخ دی. د چين مډيا ګروپ CGTN د نړۍ ۳۸هېوادونو کې له ۱۵۹۴۷ تنو د نظرونو پوښتنو نتیجه خپره کړې ده.
د سروې له مخې، ۴۸اعشاريه ۹سلنه کسان د امريکې د نوي حکومت له کارونو خوښ نه دي. په دې جمله کې ۵۳اعشاريه يو سلنه کسان پر دې انتقاد کوي، چې د تعرفو تګلارې د دغه هېواد د اسهامو بازار ته سخت زیان رسوي، ۶۰اعشاريه ۴سلنه کسان په دې نظر دي، چې د دغه هېواد کورنۍ اقتصادي تګلارې د پیسو د پړسوب یا انفلاسيون مخه نشي نیولی، بلکې د توکو د بيو د لوړېدو سبب شوې او ۵۴سلنه کسان د پيسو د سود تګلارې په هکله سخت شکایتونه لري.
امريکې ته لومړيتوب ورکول او له ټولې نړۍ څخه ځان ته د ګټو اخيستلو تګلارې د امريکې د عنعنوي ملګرو د اعتماد او باور اندازه کمه کړې ده. د کاناډا، بريتانيا او استراليا په شمول د څو هېوادونو پوښتل شوي کسان له امريکې سره د اړيکو په هکله تشويش لري. د استراليا ۶۵اعشاريه ۵سلنه پوښتل شوي کسان د دواړو هېوادونو د راتلونکې په اړه خواشيني څرګنده کړې، د ايتاليا ۵۵سلنه پوښتل شویو کسانو له امريکې سره له شته اړيکو خوښ نه دي.
په نظر پوښتنه کې د سراسري جنوب له ۲۳ هېودونو څخه د ۱۹ هېوادونو خلک له امريکې سره د اړيکو راتلونکې په هکله ښه احساس نه لري.