د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اپرېل په ۳۰مه نېټه په شانګهای کې د پنځلسم پنځه کلن پلان په موده کې د ځينو ولايتونو او ښارونو د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ په ناسته کې ګډون او وينا وکړه. شي جين پينګ په دې ناسته کې وويل، چې روان کال د څوارلسم پنځه کلن پلان د بشپړېدو کال دی او د ټاکلو موخو د بشپړولو په عين وخت کې بايد د وضعيت د بدلون له مخې د مهمو ستراتيژيکو چارو په محور د پنځلسم پنځه کلن پلان په موده کې اقتصادي او ټولنيز پرمختګ رامنځته شي.
شي جين پينګ دغې ناستې ته په وينا کې د پنځلسم پنځه کلن پلان په موده کې د مختلفو ځايونو د ځانګړتياوو پر بسنټ د نوي کيفيت توليدي قوتونو د پرمختګ ستراتيژيک ارزښت بیان کړ او و يې ويل، چې د هېواد د عنعنوي صنايعو سمون او پرمختګ به وهڅوي، غوړېدلي صنايعو ته به وده ورکړي او د عصري صنعتي سيسټم ابادي به چټکه کړي.