د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جین پينګ د اپرېل په ۲۹مې نېټې په شانګهای ښار کې د يوې خبري غونډې په ترڅ کې د دغه ښار پر ښاروالۍ غږ کړی، چې د نړۍ د اغېزمن علمي او تخنيکي نوښتي مرکز په توګه د شانګهای د ابادۍ لپاره هڅې وکړي او نړيوالو ته د مصنوعي ځيرکتيا د پرمختګ د چټکتيا لپاره مثبتې نښې ورکړي.
د چين د بېلا بېلو ټولنو غړي او کارپوهان د دغه هېواد اقتصادي وضعيت پېچلی بولي او پر دې اند دي، چې چيني وګړي بايد د رئيس شي جين پینګ د اقتصادي مفکورې تر لارښوونې لاندې پر علمي او تخنيکي نوښت ټينګار ولري، نوی باکيفيته توليدي ځواک ته باید چټک پرمختګ ورکړي او د باکيفیته پرمختګ د پرمخبېولو په جريان کې باید راتلونکی نوی پرمختیايي غوره والی ترلاسه کړي.
د شانګهای ښار د علمي او تخنيکي کمېټې مسؤل لو دا جین رسنيو ته ويلي، چې مونږ د شانګهای د علمي او تخنيکي نوښت په اړه د عمومي منشي شي جین پینګ هيلې درک کړي او په خبره یې، شانګهای ښاروالۍ به د علمي او تخنيکي نوښت په سرليک بنسټيزې څېړنې او اصلي نوښتي توان لا پياوړی کړي، د علمي او تخنيکي نوښت او صنعتي نوښت پيوستون به چټک او د اړوند سیسټم اصلاحات به ژور کړي او د اقتصاد د ثابت پرمختګ لپاره به لا ټينګ بنسټ کېږدي.
اوسمهال مصنوعي ځيرکتيا په نړيوالې سيالۍ کې د پاملرنې وړ چاره يادېږي.
د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سياسي بيورو، د شي جین پینګ د شانګهای سفر نه مخکې، د مصنوعي ځيرکتيا د پرمختګ او څار په پار ۲۰مه ډله ييزه زده کړه ترسره کړې ده.
د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جین پینګ په شانګهای کې د مصنوعي ځيرکتيا په هکله مهم پيغام کړی دی.
د چين د معلوماتي مخابراتو پوهنځي د تګلارې او اقتصاد د څېړنيز مرکز شين يونګ فۍ رسنيو ته ويلي، چې عمومي منشي شي جین پينګ د مصنوعي ځيرکتيا پرمختګ ته ډېره پاملرنه کوي او په خبره یې، د چين ټول کارپوهان باید د مصنوعي ځيرکتيا د پرمختګ د چټکتيا لپاره د شي جين پینګ د مفکورې پر مهم اهميت ښه پوه شي، د صنعتي پرمختګ ګډې نظريې باید راټولې او پر سم پرمختیایي لوري ګامونه پورته کړي او د علمي او تخنيکي نوښت له لارې باید پر راتلونکي پرمختګ لا ټينګ باور ولري.
شي جين پینګ شانګهای ته د سفر په ترڅ کې ويلي، چې اوسمهال د مصنوعي ځيرکتيا ټکنالوژۍ چټک او بې ساری پرمختګ موندلی دی. د شانګهای ښار د شيو هوي ناحيې مرستيال يو لين وي رسنيو ته ويلي، چې مصنوعي ځيرکتيا يې د دې ناحيې د روان کال د پرمختګ د يوه مهم ټکي په توګه ټاکلې او په خبره یې، دوی به د اړوندو تګلارو د بشپړولو لپاره هڅې وکړي او د مصنوعي ځيرکتيا د مخکښې ټکنالوژۍ د نوښت او په دوامداره توګه به په صنايعو کې د مصنوعي ځيرکتيا له کارونې څخه ملاتړ وکړي او په دې برخه کې به لا زيات ځوانان راجلب کړي.
شي جين پینګ د چين د مصنوعي ځيرکتيا پرمختګ چټک او ښه بللی او په خبره یې، دغه ټکنالوژي یې روښانه راتلونکی لري.
نوموړي د مصنوعي ځيرکتيا په پار بیا مهمې خبرې کړي او تصديو ته يې باور ورکړی، چې په بېلا بېلو برخو او صنايعو کې د مصنوعي ځيرکتيا د پرمخبیولو چارې ګړندۍ کړي.
د چين د انجينرۍ اکاډمۍ غړي او د دولتي توليد او د پياوړي هېواد د ابادۍ د ستراتيژيکې کمېټې مشر جو جي رسنيو ته ويلي، د مصنوعي ځيرکې ټکنالوژۍ له لارې د صنعت پرمخبیول د توليدي چارو د نوښت او پرمختګ کليدي تخنيکي لاره ده.
مصنوعي ځيرکتيا خلکو ته بې ساري پرمختیايي فرصتونه برابر کړي، خو په ورته وخت کې يې بې سارې ننګونې هم راپورته کړې دي.
عمومي منشي شي جين پینګ په شانګهای کې د مصنوعي ځيرکتيا د پرمختګ او ادارې نوې غوښتنې کړي او پر دې يې ټينګار کړی، چې هېواد يې بايد د مصنوعي ځيرکتيا له پرمختګ څخه ملاتړ وکړي او د مستعدو کسانو روزنه باید لا پياوړې کړي.