د راپورونو له مخې پرون پاکستان د واګه بندر له لارې ۳۱۵ هندیان هند ته او هند بیا ۲۰۱ پاکستانیان پاکستان ته اخراج کړي دي. د یادو دواړو هیوادو د وضعیت له ترینګلتیا وروسته د یو او بل هیواد وګړو د بېرته ستنولو لړۍ پیل کړې ده. د پاکستان جیونیوز راپور ورکړی، چې دغه هېواد د چهار شنبې په ورځ ۳۱۵ تنه هندیان د واګه بندر له لارې بېرته هند ته ستانه کړي دي او هند هم ۲۰۱ تنه پاکستانیان بېرته پاکستان ته اخراج کړي دي. په راپور کې ویل شوي، د ستنو شویو پاکستانیانو په ډله کې هغه دوې پاکستانۍ ښځې هم شاملې دي، چې له واده وروسته هند ته تللې وې. هند دغه دواړې ښځې د پاکستاني تابعیت لرلو امله له خپلو اولادونو پرته له هنده ایستلې دي.