د جوزجان ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د اوبورسولو د ۲ شبکو په جوړېدو سره نږدې ۸ زره کسانو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي. د یاد ریاست رییس مولوي اسدالله حمزه رسنیو ته ویلي، چې په یادو پروژو کې د اوبو رسولو د ۲ شبکو بیارغول، د ۴۰ تشنابونو رغول او نوراړین ملحقات شامل دي، چې چارې یې د افغانستان د بشري مرستو موسسې په مالي ملاتړ او د واک موسسې په همکارۍ د شبرغان ښار په بابه علي او د خانقا ولسوالۍ کې د څه باندې ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. نوموړي زیاته کړه، چې د یادې پروژو په ګټې اخیستنې سره د پاکو اوبو او روغتیايي خدمتونو په برخه کې د خلکو ستونزې حل شوې دي.