د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ په سیاب ساحه کې یوه روغتون ته ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د یاد ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکټر رسول خان نظري وویل، چې یاد روغتون تر دې وړاندې ودانۍ نه درلوده او په یو شخصي کور کې یې خپلې چارې سرته رسولې چې د سيمې د خلکو او عامې روغتیا ریاست په همکارۍ ورته ودانۍ جوړه شوه.