رویټرز خبري اژانس ته معتبرو سرچینو ویلي، چې د امریکا د ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار، مایک والټز، له دندې ګوښه کېږي. دا په جنورۍ میاشت کې واک ته د ټرمپ تر رسېدو وروسته د هغه په واکمنۍ کې لومړنی لوی بدلون بلل کېږي. په راپور کې راغلي، د والټز مرستیال، اېلکس وانګ چې د اسیا متخصص دی او د ټرمپ په لومړۍ دوره کې یې په بهرنیو چارو وزارت کې د شمالي کوریا پر چارو تمرکز درلود، هم له خپلې دندې استعفا کوي.