د کابل په بادام باغ سیمه کې د کرنې او مالدراۍ ۳۲م نندارتون پرانیستل شو. د کرنې او مالدارۍ د محصولاتو دوه دېرشم نندارتون د کورنیو او بهرنیو چارواکو په حضور سره د کابل په بادام باغ کې پرانیستل شو. د دغه نندارتون د پرانیستنې په مراسمو کې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست عطاءالله عمري وویل چې د دې برخې د ودې په موخه د هېواد په کچه د ۱۸۰ زره جریبه ځمکې د وېش طرحه تایید شوې ده. دغه راز ، د ازبکستان د کرنې وزارت مرستیال وویل چې له افغانستان سره اقتصادي تعاملات مخ پر زیاتېدو دي او په ۲۰۲۳ کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري څه باندې ۵۰۰ میلیون ډالرو ته رسېدلې وه. بل پلو، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان رییس ریچارډ هم د افغانستان له کروندګرو د دغه بنسټ د ملاتړ ډاډ ورکړ.