د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې نل لیکه ۱۴،۲ کیلومتره پرمخ تللې ده. د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، د دغې نل لیکې په مسیر کې د یوه استوګنیز کمپ چارې هم ۸۰ سلنې پرمخ تللي او د ۳۳ مترو په اوږدوالي د یوه لوی پله کارونه هم پیل شوي دي. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه ترکمنستان د افغانستان یو ښه ګاونډی او مهم اقتصادي شریک ګڼي او د ټاپی پروژې رغنیزې چارې هم د هېواد په ګټه ګڼي. د ټاپي پروژې تر څنګ د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا د لېږد پروژې چارې چې له ترکمنستانه د افغانستان له لارې پاکستان ته برېښنا لېږدوي، د نوري فایبر د کېبل غځولو پروژه او د رېل پټلۍ د جوړېدو چارې هم روانې دي.