ملګرو ملتونو د افغانستان په شمال او شمال ختيځ ولایتونو کې د وچکالۍ د اغېز کمولو لپاره د زیانمنو خلکو سره ۱۶.۶ میليونه ډالره مرسته اعلان کړه. دا تر ټولو لويه لومړنۍ مالي مرسته یاده شوې، چې د وچکالۍ پر وړاندې د مخکني اقدام په موخه تر سره کيږي. د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې پرون په یوه راپور کې ویلي، چې دا تر ټولو لويه ګډه مالي مرسته ده، چې ۶.۶ میليونه ډالره له بېړني حالت د مرکزي صندوق او ۱۰ میلیونه ډالره د افغانستان د بشري مرستو له صندوق څخه برابرې شوي دي. د اوچا د معلوماتو له مخې، دغه مرستې تر ډېره د هغو څلور ولایتونو (فاریاب، تخار، سرپل او بدخشان) لپاره دي، چې وچکالۍ سخت ځپلي دي. ملګرو ملتونو ډاډ وړاندې کړی، چې د خپلو شریکانو سره پر وخت بېلابېلې مرستې تر سره کوي.