د افغانستان د رسنیو ګډ پلاوي د اپرېل په ۲۴مه نېټه چين ته د سفر په درشل کې د دغه هېواد د جه جيانګ ولایت او شینجیانګ اويغور کورواکې سيمې له بېلابېلو تولیدي فابریکو او نندارتونونو او د یادې سيمې او ولایت له ځینو ځايي مسوولینو سره وکتل.
د افغانستان د رسنیو ګډ پلاوي د دې کتنو په لړ کې د (یي وو) نړۍوال سوداګریز مرکز او د (يي وو – اروپا) اورګاډي سټېشن څخه لیدنه وکړه. دغه پلاوي د چین او افغانستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزې همکارۍ ځواک له نږدې وکاته. د (یي وو) نړۍوال سوداګریز مرکز هره ورځ د ډېرو بهرنيو سوداګرو کوربه وي. د (یي وو) نړۍوال سوداګریز مرکز د نړۍوال سوپرمارکېټ په نوم هم یادیږي.
(یي وو) ښار د ” کمربند او لارې” پرغاړه يو ډېر مهم ځای دی، د نړۍ له څه باندې ۲۳۰ هېوادونو او سیمو سره سوداګریزې اړیکې لري او یوه داسې نړۍواله تجارتي شبکه يې جوړه کړې، چې افریقا، منځنی ختیځ، جنوب ختیځه اسیا، مرکزي اسیا او لاتیني امریکا يې تر پوښښ لاندې راوستلي دي.
د (یي وو) په نړۍوال سوداګریز مرکز کې نږدې ۱۵ زره شرکتونه د چین- اروپا بار وړونکو اورګاډو له لارې صادرات او واردات کوي. دغه پلاوي دغه راز ارومچي ته د خپل سفر په ترڅ کې د شينجيانګ له لوی نړۍوال بازار څخه لیدنه وکړه، په دغه بازار کې وچه او تازه میوه ا و همدارنګه د ورېښمو کالي او نور بېلابېل توکي پلورل کېږي. همدارنګه یاد پلاوي د اپرېل په ۲۹مه د شينجيانګ د اسلامي انسټیټوټ چې (مهد اسلامي) هم ورته وايي، لیدنه وکړه. په دغه انسټیټوټ کې بېلابېل اسلامي او د عربي ژبي کتابونه شته، چې ټول تعداد یې ۵۷ زره ته رسیږي.
د افغانستان د رسنيو پلاوي غړي او د دغه هېواد د اطلاعاتو او کلتور وزارت د پلان او پالیسۍ رییس فدا محمد دوست له دغه انسټیټوټ څخه د لیدنې پرمهال د مسلمانانو شتون او هلته له مقدسو ځایونو لیدنه هم د خوښۍ وړ وبلله او وې ویل، چې د افغانستان او چین ترمنځ دغه ډول تګ راتګ د اړیکو د لا ټینګښت سبب ګرځي.
د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ورځپاڼو رییس عزیر بريالي بیا وویل، د شینجیانګ ښار، چې د ګڼ شمېر د مختلفو ادیانو خلک پکې ښه ارام او ډاډه ژوند لري، نو له دې څخه معلومیږي، چې چین د یوې ښې آسیا د راتلونکي له پاره هیله مند دی. هغه وویل، هیله لري، چې د افغانستان او چین د اقتصادي اړیکو تر څنګ د ژبي او د توصل ټولو لارو ته چټک او دوه اړخیز کار وشي. دغه پلاوي همدارنګه د دې کتنو په ترڅ کې د ارومچي لپاره د چين د بهرنيو چارو وزارت استازي سره وکتل او د افغانستان او چين سياسي، اقتصادي او سوداګريزې اړيکې ښې وبللې او د دې اړيکو پر پياوړتيا يې ټينګار وکړ.
په دې ليدنه کې د افغان پلاوي له ډلې فدا محمد دوست د افغانستان او چين اړيکو ته په اشارې وويل چې دغه هېواد د افغانستان په ګډون د نړۍ او سيمې له بېلابېلو هېوادونو سره مرستې کړې دي. هغه د خپلو خبرو پر مهال زياته کړه چې دا مهال په افغانستان کې امنيتي وضعيت ښه شوی او په بېلابېلو برخو کې د پانګونې فرصتونه برابر شوي. د نوموړي په وينا، چين هم کولی شي په افغانستان کې پانګونه وکړي.
د یادونې وړ ده، چې ارومچي ښار د تاریخي ابرېشم لارې پر سر موقعیت لري او د سوداګرۍ او کلتور لپاره ستر اهمیت لري. تېر کال هم د افغانستان د رسنیو یوه ګډ پلاوي چین ته سفر کړی و چې له ګڼو تجربو سره بېرته هېواد ته راستون شو.