د چين دولت رئيس شي جين پينګ په نړۍ کې د پېړۍ د بې سارو بدلونونو پر وړاندې د پرمختګ د نوې نمونې د ابادولو ستراتيژي اعلان کړې ده.
د اقتصاد کورنی دوران د پرمختګ په نوی موډل کې عمده رول لوبوي او کورنی دوران او بهرنی دورانونه يې يو بل هڅوي، نو ځکه دغه ستراتيژي په دوو دورانونو هم ياديږي.
ولې چين د پرمختګ نوې نمونې ابادولو ته اړتيا لري؟
چين په تېرو ۴۰ کلونو کې د بهرنيو بازارونو او سرچېنو په کارولو سره چټک اقتصادي پرمختګ موندلی، مجموعي توان او د خلکو د ژوند سويه يې ډېره لوړه شوې، خو په ورته وخت کې له دوو ننګونو سره هم مخ دی.
د چين پر وړاندې يوه ننګونه دا ده، چې د دغه هېواد توان پر نړيوالو بازارونو د لوړې کچې د ډېرې اتکا له امله کمزوری شوی دی. د بېلګې په توګه، د نړيوال پولي بحران په شمول د بهرنيو ننګونو له امله د چين اقتصاد په سخت تزلزل کې پاتی شوی. د چين پر وړاندې دوهمه ننګونه دا ده، چې دغه هېواد په تېرې اوږدې مودې کې د نړيوال صنعتي ځنځير په کښته ځای او د کليدي ټېکنالوژيو په برخه کې د نورو خواوو تر کنټرول لاندې مخ شوی و. د بېلګې په توګه، د چين د وارداتي چيپونو اندازه په اوږدمهال کې د نفتو د وارداتي اندازې په پرتله زياته او سوداګريز ارزښت يې لويه فاصله ښيي. د چين د صنعت د پراختيا پر وړاندې د خنډونو يوه بېلګه دا هم ده، چې دغه هېواد په نړيوالې سوداګرۍ کې د ۱۰۰ ميليونو بوټانو د ارزښت په بدل کې يوازې يوه بهرنۍ الوتکه ترلاسه کولی شي.
بر سېره پر دې، د چين داخلي شرايط او نړيوال چاپېريال ستر بدل شوي دي.
د چين په يو ميليارډ او ۴۰۰ ميليونه نفوس کې د منځنۍ کچې عايد لرونکو کسانو شمېر له ۴۰۰ ميليونو زيات دی او د هر تن پر سر د کورنيو توليداتو منځنی ارزښت یې له لسو زرو امريکايي ډالرو څخه پورته دی او دغه راز د ژوند په اړه د چينايانو غوښتنې او ارمانونه هم لوړې کچې ته رسیدلي او دغه هېواد د کورنيو اړتياوو د زياتوالي له امله په نړۍ کې د مصرف لومړی لوی او د بالقوه توان لرونکی بازار ګرځېدلی دی. د دې ترڅنګ، د اقتصاد د نړيوال کېدو د مخنیوي هڅې او د سوداګرۍ پروټېکشنيزم راپورته شوی، امريکا د چين د پرمختګ د مخنيوي لپاره د چيپ په شمول د مهمو ټېکنالوژو په برخه کې پر دغه هېواد پر له پسې محدوديتونه لګولي او پر وړاندې يې سوداګريز دېوال جوړ کړی دی.
چين د دغو بدلونونو پر وړانډې اړ شوی، چې له پخواني پرمختيايي ماډل څخه د دوو دورانونو شکل ته مخه کړي. چين د کورني لوی دوران له لارې د ساينس او ټېکنالوژۍ په برخه کې خپلواک پرمختګ کوي. د بېلګې په توګه یې دا يادولی شو، چې د چين سي ۹۱۹ ډوله الوتکې د بويين او اېرباس انحصار مات کړی او د پنځه جي ټېکنالوژۍ په برخه کې د هواوې شرکت د امتیازي حقونو شمېر تر نورو هېوادونو زيات دی.
چين د نړيوال دوران له لارې د سيالۍ توان لوړ ساتلی دی. د بېلګې په توګه، په شانګهای ښار کې د ټيسلا د فابرېکې په جوړېدو سره د چين د نوې انرژۍ موټرونو صنعتي ځنځير مخ پر لوړېدو دی او د چين د نوې انرژۍ موټرونو توليدي اندازه د نړۍ ۶۰٪ جوړوي.
د پرمختګ په نوې نمونه کې نوې خبرې څه دي؟
ښايي ځينو خلکو ته دا پوښتنه پيدا شي، چې د بېجينګ د دوو دورانونو ستراتيژي د واشنګټن له هغې ستراتيژۍ سره څه توپير لري، چې غواړي تصدۍ او فابريکې بېرته ستنې او په امريکا کې پانګونې وکړي؟
دلته به دواړو هېوادونو ستراتيژۍ سره پرتله کړو.
د امريکا په ستراتيژۍ کې د لوړې کچې د مرستو يا سبسيډۍ پر مټ د تصديو جبري انتقال، د ټکنالوژۍ محدودولو ټولنې جوړونه او پر نورو هېوادونو د لوړو تعرفو تګلارې شاملې دي. دغې ستراتيژۍ نه يوازې نړيوال اقتصادي نظام ويجاړ کړی، بلکې د امريکا د ګوښه کېدو جريان يې هم چټک کړی دی.
د چين په ستراتيژۍ کې د خپل لوی بازار له لارې د بهرنيو پانګو راجلبول، د ګډو همکاريو او ګډو ګټو موندل او ټېکنالوژيک ورخلاصون شامل دي.
د دواړو خواوو د ستراتيژيو ترمنځ توپيرونو ته په کتو ويلی شو، چې امريکا د زيرو- سم يا سړې جګړې لوبه کوي او چين بیا پر همکاريو او ګډو ګټو ټينګار لري.
شي جين پينګ ويلي، د چين اقتصاد يو کوچنی ډنډ نه، بلکې يو لوی سمندر دی او د پرمختګ نوی موډل دروازې نه بندوي، بلکې د لا لوړې کچې د ورخلاصون له لارې نورو هېوادونو ته د چيني بازار حياتي قوت، د نوښت خوځنده قوت او د همکاريو بالقوه قوت ورکوي.